د پاکستان او عربستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون لاسلیک
سنبله 27, 1404 17:22 Asia/Kabul
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له یاد هیواد سره یو تاریخي ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د پاکستان صدراعظم د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په خپله لیدنه کې په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا او پراختیا هم ټینګار وکړ.د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه د دواړو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دا تړون د دواړو هیوادونو د امنیت د پیاوړتیا، په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو او د دفاعي همکاریو د پراختیا په هدف لاسلیک شوی دی.اسلام آباد او ریاض په تیرو څو لسیزو کې تل نږدې اړیکې لري.