سنبله 27, 1404 17:20 Asia/Kabul
  • امریکا کې مرګونی برید

د پنسلوانیا ایالت پولیسو نن سهار وویل چې په دغه ایالت پنځه تنه پولیس افسران تر برید لاندې نیول شوي دي.

امریکایی رسنیو نن په یاد هیواد کې د ډزو یوې بلې راپور هم ورکړ.د پنسلوانیا ایالت پولیسو په وینا د دغه ایالت اړوند یورک کانتي ښار کې د ډزو په پیښه کې پنځه پولیس افسران ویشتل شوي چې درې تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.امریکایی چارواکو تایید کړه چې بریدګر وژل شوی دی.تر اوسه د پیښې د لامل او د بریدګر د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.