سنبله 26, 1404 17:48 Asia/Kabul
  • د لیبیا په اوبو کې ۵۰ کډوالو مړینه

د لیبیا ساحل ته څېرمه د سوډاني کډوالو په یوه کښتۍ کې د اورلګېدنې له امله پنځوس کسان مړه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي چې په کښتۍ کې ټول پنځه اویا کسان سپاره وو، چې ډیری یې سوډاني کډوال وو چې هڅه یې کوله د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته لاړ شي.په کښتۍ کې د نورو پنځه ویشت مسافرو د برخلیک په اړه لا هم کوم خبر نشته، او د هغوی د موندلو لپاره لټون روان دی.د اور لګېدو لامل لا نه دی معلوم شوی، او چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.قاچاق، په ځانګړې توګه د سمندر له لارې، هر کال په سلګونو کسان مړه او ورک کیږي؛ خو د نړۍ د یو شمیر هیوادونو اقتصادي او امنیتي شرایط کډوال دې ته اړ باسي چې دا خطرونه ومني.