سنبله 26, 1404 17:47 Asia/Kabul
  • د کابل-اسلام آباد اړیکو پر ښوالي د اسحاق ډار ادعا

د پاکستان د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ادعا کړې چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ښې شوي دي.

هغه وویل چې کابل ته د هغه د دوو سفرونو په لړ کې پریکړې وشوې چې د هغه په وینا؛ ټولې یې عملي شوې دي.په ورته وخت هغه د اسلام آباد د سرپرسرت حکومت غوښتنه تکرار کړه چې د تحریک طالبان پاکستان مخه ونیسي، او ویې ویل چې دا مسله باید حل شي او اسلام آباد به دا شرایط ونه مني.د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره یوځای، د بلوچ ازادي غوښتونکو او نورې وسله والې مخالفې ډلې هم د هغو ډلو په ډله کې دي چې اسلام آباد یې ادعا کوي چې په افغانستان کې میشت دي.خو د سرپرست حکومت سیاسي او امنیتي چارواکي د پاکستان د ادعاوو په ځواب کې وايي چې دا حقیقت چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې ناامني او امنیتي ستونزې خپل اوج ته رسیدلي دي د اسلام آباد کمزوري ده او افغانستان په دې چارو کې هیڅ لاسوهنه نه لري.