د اسلامي انقلاب د رهبر لخوا د ایران د غیږ نیونې اتلانو ستاینه
سنبله 26, 1404 17:41 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای د دوه زره او پنځه ویشت کال په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ازادې غیږې نیولو ملي ټیم له بریا وروسته په یوه پیغام کې د ایران د دغه ملي ټیم ستاینه وکړه.
هغه د ایران د ازادې غیږې نیولو ملي ټیم اتلانو د حیرانونکو هڅو او ستاینې وړ چلند ستاینه وکړه او دا یې د معنویت او لوړو ارزښتونو د رامینځته کولو ترکیب وباله.د ایران دغه ملي ټیم له دولسو کلونو وروسته د نړۍ د ازادو غیږې نیولو اتلولي اتل شو، چې د دې سیالیو په تاریخ کې یې د ایران شپږم اتلولي ثبت کړه.