د سوداګریزې همکارۍ پر پراختیا د کابل او تهران ټینګار
سنبله 25, 1404 16:25 Asia/Kabul
د ایران صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کابل ته د خپل سفر په لړ کې د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې کتنه کې عبدالغني برادر د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په توازن ټینګار وکړ او وویل چې د افغانستان پالیسي د خپلو ګاونډیو سره، په ځانګړې توګه له ایران سره د همکارۍ پراخول دي.