د ونزوئلا په کښتۍ د امریکا بل برید او د مادورو خبرداری
سنبله 25, 1404 16:20 Asia/Kabul
ډونالډ ټرمپ د کاراکاس په وړاندې د تورونو په تکرارولو سره اعلان وکړ چې متحده ایالاتو یو ځل بیا د وینزویلا د مخدره توکو په قاچاق وړونکې کښتۍ برید کړی درې کسان یې وژلي دي.
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې دا پیښه په نړیوالو اوبو کې شوې ده.د وینزویلا ولسمشر په ځواب کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې متحده ایالات په بهانو او دروغو سره په وینزویلا برید توجیه کوي.نیکولاس مادورو ټینګار وکړ چې موږ د ځان د دفاع لپاره خپل مشروع حق کاروو.دا برید وروسته له هغه کیږي چې ټرمپ ادعا وکړه چې وینزویلا متحده ایالاتو ته مخدره توکي لیږي او په هیواد باندې د نظامي برید احتمال شتون لري. هغه ادعا چې وینزویلا یې ردوي.