سنبله 25, 1404 16:19 Asia/Kabul
  • د آسیا ملتونو جام کې د افغانستان او بنګلادیش لوبه

د کریکټ په اسیایي جام کې نن د افغانستان او بنګله دیش لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

لوبه د کابل په وخت ماښام اووه بجې د دوبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کیږي.د افغانستان کریکټ بورد لیکلي چې لوبډلې یې د نننۍ لوبې لپاره د چمتوالي تمرینونه بشپړ کړي دي.افغانستان په دې جام کې مخکې له هانک کانګ نه یوه لوبه په لوی توپیر ګټلې او نن یې په دې جام کې دویمه لوبه ده.بنګله دیش بیا دې جام کې تراوسه دوه لوبې کړي چې سریلانکا ته یې بایللې، خو له هانک کانګ څخه یې ګټلې ده.