د آزادې غیږ نیونې نړیواله سیالۍ کې د ایران اتلولي
د ایران د ازادې غیږې نیولو ملي ټیم د سیالۍ له پای ته رسیدو دمخه د کرواشیا په زاګرب کې نړیواله اتلولي وګټله، چې د متحده ایالاتو په وړاندې د یوې نمرې په ګټه وه.
دا د ایران د ازاد غیږې نیونې په تاریخ کې شپږمه اتلولي ده، چې دولس کاله وروسته یې وګټله.په انفرادي کټګورۍ کې امیر حسین زارع د یو سل او پنځه ویشت کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه. احمد محمد نژاد د یو شپیته کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د سپینو زرو مډال او محمد نخودي د یو اویا کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې کامران قاسم پور د شپږاتیا کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې او امیرحسین فیروزپور د دوه نوي کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د برونزو مډالونه خپل کړل.د ایران ټیم په وروستیو دوو وزن کټګوریو کې دوه فینالیستان هم لري. رحمان عموزاد او امیرعلي آذرپیرا به نن شپه د سرو زرو مډال ګټلو لپاره ډګر ته وړاندې شي