د ایران صنعت ، کانونو او سوداګرۍ وزیر
سنبله 24, 1404 16:47 Asia/Kabul
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک په مشرۍ یو اقتصادي او سوداګریز پلاوی نن کابل ته راورسېد. پلاوی به په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د اقتصادي، سوداګرۍ او خصوصي سکتور له چارواکو سره وګوري او د سوداګرۍ پراختیا او د ټرانزیټ او پانګونې سکتورونو کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه به بحث وکړي.