سنبله 24, 1404 16:42 Asia/Kabul
  • وسلوالو ترهګرو سره د مبارزې لپاره د پاکستان طرحه

پاکستاني چارواکو د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د پولې څارنې د ټینګولو لپاره یو نوی پلان اعلان کړی دی.

پاکستاني ډان ورځپاڼې نن د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې اسلام آباد چمتو دی چې د وسله والو ډلو ټولې لوژستیکي لارې چې دوی وايي په افغانستان کې فعالیت کوي، پرې کړي.چارواکو وویل چې د دې پلان په پلي کولو سره به له افغانستان څخه دې ډلو ته د مرستې رسولو لاره پرې شي.د خیبرپښتونخوا او باجوړ په څیر سیمې په ځانګړي ډول د پاکستاني چارواکو لخوا په ګوته شوي دي.دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې په افغانستان کې سرپرست حکومت دا ټولې ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د حکومت سره هیڅ وسله وال مخالفت په افغان خاوره کې شتون نلري.د سرپرست حکومت چارواکو ټینګار کړی چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې ناامني د پاکستان لپاره یوه داخلي مسله ده او باید دا ستونزه په افغانستان ونه تپل شي.