سنبله 23, 1404 16:47 Asia/Kabul

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د یو شمېر پاکستاني سرتیرو له وژنې وروسته، د پاکستان لومړي وزیر ګواښ وکړ چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره به اړیکې پرې کړي. شهباز شریف وویل چې که کابل غواړي چې له ټي ټي پي سره اړیکې ولري او د دې ډلې ملاتړ وکړي، نو موږ به له دې حکومت سره هیڅ اړیکه ونه لرو.