سنبله 23, 1404 16:29 Asia/Kabul
  • د قطر چارواکي سره د بهرنیو چارو د وزیر خبرې اترې

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفی سره په خبرو کې په دوحه باندې د صهیونیستي رژیم وروستی برید وغانده.

په دې خبرو اترو کې متقي ډاډ ورکړ چې د افغانستان خلک او حکومت په دې حساس حالت کې د قطر د حکومت او ملت تر څنګ ولاړ دي.هغه دا هم زیاته کړه چې په دوحه کې د فلسطین د مذاکراتي ټیم باندې د صهیونیستي رژیم برید د نړیوالو قوانینو، دودونو او ارزښتونو څخه ښکاره سرغړونه ده، او اسلامي هیوادونه باید د صهیونیستي رژیم په وړاندې یو متحد، جدي او معنی لرونکی دریځ غوره کړي.