د جوزجان طوطي میدان د ګازو د سروې او ایستلو پروژې پیل
سنبله 23, 1404 16:29 Asia/Kabul
د جوزجان د طوطي میدان د ګازو د سروې او استخراج پروژه نن د سرپرست حکومت او ازبیکستان د چارواکو په شتون سره پیل شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وزیر عبدالغني برادر په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د ګازو لپاره د کورنۍ اړتیا تر ډیره حده پوره شي او د هیواد په وارداتي ګاز او بریښنا به تکیه کمه شي. هغه دا هم وویل چې دا پروژه به په تدریجي ډول له افغانستان څخه بهر د ګازو صادراتو ته لاره هواره کړي.برادر دا هم وویل چې په دومره لویو او مهمو پروژو کې پانګونه ټولو هیوادونو او پانګوالو ته یو روښانه پیغام دی چې په افغانستان کې امنیت ډاډمن شوی او چاپیریال د هر ډول پانګونې لپاره مناسب دی.ویل کیږي چې دا د ګازو ساحه اووه زره پنځه سوه متره مربع مساحت لري او په دریو کلونو کې به بشپړه شي.