د هیواد ختیځ کې د ځمکرېږد له امله ۲۶۸ زده کوونکي مړه شوي
سنبله 23, 1404 16:28 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د ځمکرېږد له امله د ښوونځیو او دیني مدرسو دوه سوه اته شپیته زده کوونکي مړه شوي دي.
په دې پېښه کې اته سوه اته ویشت نور زده کوونکي ټپیان شوي هم دي.پوهنې وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په ټولیزه توګه شاوخوا دوه سوه زره زده کوونکي د دې مرګونې زلزلې له امله اغیزمن شوي دي.دغه وزارت ویلي چې د زلزلې له امله ډیری تعلیمي مرکزونه ویجاړ شوي او تعلیمي بهیر ګډوډ شوی دی.د مطبوعاتي اعلامیې له مخې د ځمکرېږد له امله اغیزمن شوي ډیری زده کوونکي رواني او جسماني ستونزې لري او د درملنې، رواني ملاتړ او د تعلیمي مرکزونو بیارغونې ته بیړنۍ اړتیا لري.دوه اونۍ وړاندې شپږ درجې ځمکرېږد د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول، چې تر ټولو زیات تلفات او زیان یې په کنړ ولایت کې رامنځته کړ.