د هېواد زلزله ځپلو سره د مرستې پر وړاندې ننګونې
سنبله 22, 1404 16:40 Asia/Kabul
د هیواد په ختیځ کې د ځمکرېږد قربانیان د مرستو او حیاتي خدمتونو له کمښت سره مخ دي، پداسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د ښځو په فعالیتونو سخت محدودیتونه او نړیوال بندیزونه د مرستو رسولو په وړاندې جدي خنډونه بولي. خو سرپرست حکومت د بندیزونو لرې کول د دې پروسې د اسانتیا لپاره یو شرط ګڼي.