په غزې د اشغالګرو د نن سهار برید کې د ۷۰ فلسطینیانو شهادت
سنبله 22, 1404 16:11 Asia/Kabul
فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار راهیسې په غزه ښار د صهیونیستي رژیم په هوايي بریدونو کې لسګونه کسان شهیدان شوي دي. صهیونیستي رژیم په دې وروستیو ورځو کې په غزه ښار خپل بریدونه پراخ کړي او له اوسیدونکو یې غوښتي چې له ښاره ووځي.