کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر
سنبله 22, 1404 16:10 Asia/Kabul
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسیدلی دی.
ټاکل شوې ده چې هغه د سرپرست حکومت له چارواکو سره وګوري.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سرپرست حکومت تر اوسه د سفر او د هغې د هدف په اړه څه نه دي ویلي. خو تمه کیږي چې خلیلزاد به د دې سفر په ترڅ کې د کابل چارواکو سره د مختلفو مسلو او د امریکایي بندیانو د خوشې کیدو په اړه خبرې وکړي.خلیلزاد مخکې د تیر کال په کب یا حوت میاشت کې کابل ته سفر کړی و.