سنبله 22, 1404 16:08 Asia/Kabul
  • د غلام خان او خرلاچي لارې پرانیستل

د سرپرست حکومت د سرحدي پولیسو ویاند اعلان وکړ چې د خوست او پکتیا ولایتونو د غلام خان او خرلاچي سرحدي لارې د بار وړونکو لاریو لپاره بیا پرانیستل شوې دي.

د غلام خان سرحدي لارې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د پاکستان لخوا وتړل شوې ترڅو افغانان له هغه هیواد څخه ویزې ترلاسه کولو ته اړ شي.د غلام خان سرحدي لاره د چمن او تورخم وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ دریمه مهمه سرحدي لاره ده.پاکستان په وار وار دا لاره د ټولو ترافیکو لپاره په بشپړه توګه تړلې ده.د خرلاچي سرحدي لاره، چې اوس پرانیستل شوې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اتلسو سرحدي دروازو څخه یوه ده، چې له لارې یې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري په دوه زره او لس کال کې د لاسلیک شوي دوه اړخیز تړون پراساس ترسره کیږي.