ازبیکستان د افغان چورلکو بیرته ستنول رد کړل
سنبله 22, 1404 16:05 Asia/Kabul
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حکومت ته د پخواني افغان پوځ د چورلکو د بیرته ورکولو د امکان په اړه راپورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د هیواد په رسمي دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ځینو رسنیو راپورونو ته په اشارې سره چې سرپرست حکومت ته د پخواني افغان پوځ د چورلکو د سپارلو امکان په اړه وو، ټینګار وکړ چې دا راپورونه ریښتیا ندي او د ازبکستان په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.په دې وروستیو ورځو کې، ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې تاشکند غواړي د پخواني افغان پوځ چورلکې، چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې ازبکستان ته لیږدول شوې وې، افغانستان ته بیرته سپاري.