سنبله 22, 1404 16:04 Asia/Kabul
  • د ټي ټي پي برید د ۱۲ پاکستاني پوځیانو وژل کیدل

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه دولس پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

دا برید په جنوبي وزیرستان کې شوی او د راپورونو له مخې د پاکستاني سرتیرو لېږدونکي موټر تر برید لاندې نیول شوی دی.یو پاکستاني سرتیري د فرانسې خبري آژآنس ته ویلي چې د ټي ټي پي جنګیالیو وسلې او یو پوځي موټر هم نیولی دی.تحریک طالبان پاکستان د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.