سنبله 22, 1404 16:03 Asia/Kabul
  • د کرکټ د آسیا جام سیالۍ

تېره شپه د اسیا جام کرکټ سیالیو کې پاکستان وتوانید چې عمان ته د دري نوي منډو په توپیر ماتې ورکړي

پاکستان په دې لوبه کې یو سل او شپیته منډې وکړې، پداسې حال کې چې عمان یوازې اووه شپیته منډې وکړې.د دې سیالۍ په دوام کې، د سریلانکا او بنګله دیش ټیمونه به نن یو بل سره مخامخ شي.دا د دې لړۍ پنځمه لوبه ده، چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب به ترسره شي.د آسیا شل اوریزه کرکټ نړیوال جام د سپتمبر په نهمه پیل شو.د دې سیالۍ په الف ګروپ کې، د عمان، هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ټیمونه او په ب ګروپ کې، د افغانستان، بنګله دیش، سریلانکا او هانګ کانګ ټیمونه یو بل سره مخامخ شوي دي.د دې جام وروستۍ لوبه د سپتمبر په اته ویشتمه ترسره کیږي.