سنبله 20, 1404 16:08 Asia/Kabul
  • د هالیوډ ۱۸۰۰ هنرمندانو د رژيم پر سینما بندیز

د هالیوډ یو زره او اته سوه لوبغاړو او ډایرکټرانو د صهیونیستي رژيم سینما بندیز ولګاوه. دوی وویل چې دوی دا کار د جنوبي افریقا د اپارتاید تاریخي بندیز په ځواب کې کوي.

خاویر بارډیم، ایما سټون، مارک روفالو، اولیویا کولمن، او ټیلډا سوینټن د هغو هنرمندانو په ډله کې دي چې د اسراییلي رژیم د بایکاټ ژمنه یې لاسلیک کړې ده.د دغو هنرمندانو په بیان کې، د بیت المقدس فلم فستیوال د هغو فستیوالونو د مثال په توګه یاد شوی چې د صهیونیستي رژیم سره د همکارۍ له امله تحریم شوي دي.په بیان کې ویل شوي: "په دې حساس وخت کې، کله چې ډیری حکومتونه په غزه کې د نسل وژنې دوام ته اجازه ورکوي، موږ باید هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو ترڅو په دې روان وحشت کې د ښکیلتیا څخه مخنیوی وکړو."