په غور کې د کانونو د وزیر د جورلکې غورځېدل
سنبله 20, 1404 16:04 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د دفاع وزارت ومنله چې د دوی یوه هیلي کوپټرې پرون له غرمې وروسته د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې لوېدلې ده
د فاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه یې په ایکسپاڼه خپره کړه وویل چې د چهارشنبې په ماښام د هوايي ځواک یوه چورلکه چې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په لور روانه وه، د الوتنې پر مهال د ځینو تخنیکي ستونزو له امله له غره سره ولګیده.خبرپاڼه کاږي چې چورلکې یو شمېر چارواکي لېږدول، چې ټول یې له پېښې ژوندي پاتې شول او هیڅوک ټپیان نه دي.ویل کیږي چې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د غور والي حیات الله مبارک او څو نور چارواکي سپاره وود سرپرست حکومت په څلورو کلونو کې؛ د ملي دفاع وزارت نږدې اته چورلکې د هیواد په څو ولایتونو کې په مختلفو پیښو کې لوېدلې دي.سرپرست حکومت د دې پیښو پړه تخنیکي ستونزې یادوي.