سنبله 20, 1404 16:03 Asia/Kabul
  • په یمن باندې د صهیونیستي رژیم بریدونه

پرون، د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو یو ځل بیا د یمن پلازمینه صنعا په خپلو هوایي بریدونو سره په نښه کړه.

د یمن المسیره خبري شبکې راپور ورکړ چې د برید وروسته، د هیواد دفاعي سیسټمونو د اسراییلو رژیم جنګي الوتکو ته ځواب ورکړ.په ورته وخت کې، صهیونیستي رسنیو د یاد رژيم پوځي چارواکو له قوله هم ویلي چې په دې بریدونو کې پوځي اډې، د تیلو ټانکونه او د یمني رسنیو مرکزونه په نښه شوي دي.دا هم ویل کیږي چې په دې بریدونو کې لوی، خندق ماتونکي بمونه کارول شوي وو، چې د دې بریدونو ماهیت یې خورا بې ساري کړ.خو په دې اونۍ کې، د یمن پوځ په وار وار د بالستیک توغندیو په کارولو سره اشغال شوې سیمې په نښه کړې دي. د یمن حکومت وايي چې تر هغه چې د غزې پر وړاندې د صهیونیسټ رژیم یرغل پای ته ونه رسیږي، د صهیونیسټانو پر وړاندې به یې بریدونه دوام ولري.