د هانګ کانګ پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي ټیم بریا
سنبله 19, 1404 16:40 Asia/Kabul
د کرکټ ملي لوبډلې په اسیایي جام کې د هانګ کانګ لوبډلې ته د څلور نوي منډو په توپیر ماتې ورکړه.
لومړی بیټنګ افغانستان وکړ چې په ټاکلیو شل اورونو کې یې یوسل او اته اتیا منډې جوړې کړې. صدیق الله اتل په درې اویا منډو ناسوځیدلی پاتې شو، عظمت الله عمرزي پنځوسیزه وکړه.مقابل لورې په شل اورونو کې څلور نوي منډې جوړې کړې او نهه لوبغاړي یې وسوځیدل.افغانستان او هانګ کانګ په ( ب) ګروپ کې له بنګله دیش او سریلاناکا سره یوځای شوې دي.په الف ګروپ کې متحد عربي امارات، عمان، هند او پاکستان سره لوبیږي.