کابل سره پر مذاکراتو د عمران خان ټینګار
سنبله 19, 1404 16:39 Asia/Kabul
د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډاپور څخه غوښتي چې کابل ته لاړ شي او له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.
عمران خان چې اوس مهال په زندان کې دی، په یوه پیغام کې دا هم ویلي چې د پاکستان د پوځ اوسنی مشر ناسمې پالیسۍ تعقیبوي او د تحریک انصاف د سولې پلانونه ویجاړوي.مخکې له دې ټاکل شوې وه چې ښاغلی ګنډاپور د پاکستاني طالبانو په اړه د منځګړیتوب لپاره له کابل سره د خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر وکړي، خو اسلام آباد د دې سفر مخالفت وکړ.