د ننګرهار ولایت له زلزله ځپلو سره د ایران اسلامي جمهوریت دریمه جوپه
د ننګرهار ولایت له زلزله ځپلو سره د ایران اسلامي جمهوریت دریمه جوپه بشري مرستې ددغه ولایت ولايتي چارواکو ته وسپارل شوې.
په جلال اباد ښآر کې د ايران سلامي جمهوریت سرکونسل د مرستو د سپارلو پرمهال وویل چې دغه دریمه جوپه مرستې د ایران سرې میاشتې لخوا د ننګرهار زلزله ځپلو خلکو سره ترسره شوې.د ننګرهار ولایتي چارواکي د ایران اسلامي جمهوریت له ټولو مرستو مننه کوي او زیاتوي چې دغه مرستې به د ننګرهار زلزله ځپلو باندي په شفاف ډول وویشل شي.د ننګرهار ولایت مقام د دفتر ریس ددې مرستو تر لاسه کولو پر مهال د حکومت په استازیتوب د ایران اسلامي جمهوریت له بشرپاله مرستو نه په مننې سره وویل چې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره ډيرې مرستې شوي، چې دا مرستې به د ننګرهار په دره نور او ښيوې ولسوالۍ کې په زلزله ځپلو وویشل شي.په کونړ اوننګرهار ولایتونو کې د تيرې یکشنبې خونړۍ او ویجاړوونکي زلزلې تر پنځه زرو زیاتو کسانو ته چې میرمنې او ماشومان هم پکې وو، مرګ ژوبله واړوله او تر شپږ زره زیات استوګنې کورونه یې ویجاړ کړل، چې د ملګري ملتونو د دغه زلزلې له امله د ویجاړو شویو کورونو او نورو ټولګټو تاسیساتود بیارغونې لپاره له یو سل او دیرش میلیونو ډالرو د زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.