د انساني حقونو سازمان راپور ته د کابل غبرګون
سنبله 19, 1404 16:36 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند په افغانستان کې د انساني حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د راپور په ځواب کې وویل چې د دوی نظام د ټولو هیوادوالو د شرعي حقونو د له منځه وړلو مخه نیسي.
حمدالله فطرت وویل حقیقت دا دی چې په افغانستان کې د هیچا حقونه نه دي تر پښو لاندې شوي او د هر وګړي شرعي حقونه تضمین شوي دي. په اسلامي نظام کې د ټولو خلکو د شرعي حقونو د له منځه وړلو مخه نیول کیږي.هغه روښانه کړه چې په دې اړه د ځینو ادارو لخوا شوې ادعاوې ریښتیا ندي او موږ یې ردوو.د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا د پرون ورځې په غونډه کې د اته دېرشو څخه زیاتو هیوادونو او لسګونو نړیوالو بنسټونو استازو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د نه خوندیتوب په اړه اندیښنه څرګنده کړه