غزه کې په پاته کیدو د فلسطینیانو ټینګار
د صهیونیستي رژیم له خوا فلسطینیانو ته له غزې څخه د وتلو له اعلان وروسته، دوی ټینګار کړی چې په سیمه کې به پاتې شي حتی که شهیدان شي.
د دې ښار اوسیدونکي د صهیونیستي پوځ د وتلو امر ته له پاملرنې پرته ټینګار کوي چې دوی به په خپل ښار او ځمکه کې پاتې شي او د بې ځایه کیدو په پرتله به مرګ غوره کړي.پرون صهیونیستي پوځ د غزې د خلکو په وړاندې د خپل تیري د دوام او پراختیا په چوکاټ کې په دې ښار کې د پاتې ودانیو ویجاړولو ته دوام ورکړ او د ټول ښار د خالي کولو امر یې صادر کړ.صهیونیستي رژیم هڅه کړې چې دا سیمه په غزه کې د فلسطینیانو د وژنې او نسل وژنې له لارې او همدارنګه په قصدي ډول د خلکو د لوږې له لارې ونیسي خو د فلسطیني خلکو مقاومت تر اوسه پورې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پلان ناکام کړی دی.که څه هم د غزې ښار په وړاندې د نږدې دوه کلن تیري په جریان کې له دوه شپیتو زرو څخه ډیر فلسطینیان، چې ماشومان او ښځې پکې شامل دي، شهیدان شوي دي.