د ۱۷ کلنو فوټسال سیالۍ ګروپي پړاو پچه اچونه
سنبله 18, 1404 17:26 Asia/Kabul
د آسیا د اولمپیک شورا اعلان وکړ چې د بحرین اسیایي لوبو کې د اوولس کلنو فوټسال سیالیو د ګروپي پړاو پچه اچونه ترسره شوه.
د دې پچې اچونې پر بنسټ د افغانستان د اوولس کلنو فوټسال لوبډله د سیالۍ په لومړي ګروپ کې بحرین، ازبیکستان او چین سره یوځای شوې ده.لوبې به د تلې دیرشمې څخه د لړم تر نهمې پورې ترسره شي.د افغانستان د لوبډلې مشري به بهروز جعفري وکړي.