پاکستان په نړۍ کې د اپینو د تولید اصلي سرچینه ده.
سنبله 18, 1404 17:24 Asia/Kabul
ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان له افغانستان څخه مخکې شوی او د نړۍ په کچه د اپینو مخکښ تولیدونکی هیواد ګرځیدلی دی.
راپور کې ویل شوي چې دې وضعیت په سیمه کې جدي امنیتي اندیښنې راپورته کړي دي.ټلیګراف د سپوږمکۍ انځورونو او عامه معلوماتو تحلیل په حواله لیکلي چې په بلوچستان کې شاوخوا اته زره او سل هکتاره د اپینو کښتونه پیژندل شوي دي. انځورونه دا هم ښیې چې په ځینو سیمو کې تر اویا سلنې پورې کرنیزه ځمکه دې فصل ته ځانګړې شوې ده.د شنونکو په وینا د مخدره توکو سوداګرۍ څخه ګټه احتمال لري چې هغه وسله والو ډلو ته لاړ شي چې په بلوچستان کې د سوداګرۍ او انساني قاچاق اصلي لارې کنټرولوي.