د یووالي د پیاوړتیا لپاره د اسلامي نړۍ فرصتونه او وړتیاوې
سنبله 18, 1404 17:20 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي یووالي د نهه ویشتم نړیوال کنفرانس له میلمنو سره په کتنه کې وویل چې نن ورځ د اسلامي نړۍ یووالي یوه قطعي اړتیا او مذهبي مکلفیت دی.
سید عباس عراقچي په غزه، لبنان، سوریه او ایران کې د صهیونیستي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل چې د سیمې هیوادونه دې پایلې ته رسیدلي چې د صهیونیستي رژیم ګواښ یوازې یوې نقطې پورې محدود نه دی؛ بلکې ټوله سیمه او اسلامي نړۍ په نښه کوي.هغه زیاته کړه چې صهیونیسټان د اسلامي امت د ویش، کمزورۍ او تجزیې په لټه کې دي.هغه ټینګار وکړ چې د لویو دښمنانو سره د مقابلې لپاره شرط دا دی چې یووالي یوازې په خبرو کې نه پاتې کیږي؛ بلکې د ریښتیني اقداماتو سره مل وي