سنبله 18, 1404 17:13 Asia/Kabul
  • تونس کې د صمود نړیوالې بیړۍ باندې ډرون برید

د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره د صمود بیړۍ مدیریت اعلان وکړ چې د بیړۍ یوه اصلي کښتۍ نن سهار د تونس په ساحل کې د ډرون لخوا وویشتل شوه.

د نیول شویو سیمو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د برید تایید وکړ.کښتۍ د پرتګالي بیرغ لاندې روانه وه او ټول مسافر او عمله خوندي دي.د کښتۍ مسافرو ټینګار کړی چې دا بریدونه به دوی د خپل بشري ماموریت څخه ونه دروي.اوس مهال، اتیا لوی کښتۍ د غزې لپاره د تګ لپاره ټاکل شوې ده.کاروان دوه ورځې دمخه تونس ته ورسید او د دې اونۍ د چهارشنبې په ورځ به د نویو کښتیو په اضافه کولو سره غزې ته لاړ شي.