سنبله 17, 1404 16:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان کرکټ سیالۍ

د پاکستان کرېکټ لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته د پنځه اویا منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبلړۍ د اتلولۍ جام یې وګاټه.

د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه پرون په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه او پاکستان د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه.پاکستان د لوبې په لومړۍ برخه کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته په شلو اورونو کې د یو سل او دوه څلوېښت منډو هدف ورکړ.خو د لوبې په دویمه برخه کې افغان لوبډله د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه توانېده، چې د پاکستان له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې د پنځه اویا منډو په توپیر سره پاکستان ته وبایلله.