سنبله 17, 1404 16:21 Asia/Kabul
  • د ګوزڼ لمنځه وړلو اړوند د کابل او «دبلیو اچ او» سلامشورې

د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام دفتر د سرپرست حکومت د روغتیا وزیر سره د لیدنې په ترڅ کې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به په ټولو برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام په اغیزمنه توګه پلي کولو لپاره به له کابل سره نږدې کار وکړي.د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت هم نن سهار په یوه اعلامیه کې وویل چې سرپرست وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د نړیوال روغتیا سازمان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د ختیځې مدیترانې سیمې له مشر حامد رضا جعفري سره ولیدل.دواړو خواوو د نړیوال روغتیا سازمان د فعالیتونو، د ګډ پروګرام د ارزونې، د پولیو د له منځه وړلو او د پولیو د تشخیص په برخه کې د روغتیایی کارمندانو د روزنې په اړه د وروستي راپور په اړه بحث وکړ.افغانستان او پاکستان هغو یوازینیو هیوادونو څخه دي چې پولیو لا تر اوسه له منځه نه ده وړل شوې.