غزه او قدس کې د ۱۱ صهیونیستانو هلاکت
صهیونیسټي رسنیو په قدس ښار کې د استشهادي عملیاتو راپور ورکړی چې شپږ کسان پکې وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
نن دوشنبه سهار، سیمه ییزو سرچینو د اشغالي قدس ښار په راموت څلور لارې سیمه کې د ډزو د عملیاتو راپور ورکړ.عینی شاهدانو وویل چې د ډزو غږونو له اوریدو وروسته، صهیونیستي پولیس او بیړني ټیمونه په چټکۍ سره د پیښې ځای ته ورسیدل.ویل کیږي چې په دې استشهادي برید کې لږترلږه شپاړس صهیونیستان ټپیان شوي دي.صهیونیستي چینل راپور ورکړ چې دوه بریدګر په بس کې سپاره شول او په مسافرو یې ډزې وکړې.بریدګر چې ویل کیږي د مقاومت غړي دي، د راموت په ګاونډ کې په ډزو کې ووژل شول.په ورته وخت کې، صهیونیستي رسنیو راپور ورکړ چې د غزې په شمالي برخه کې د جبالیا په سیمه کې د بمي چاودنې وروسته څلور صهیونیستي ځواکونه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.ویل کیږي چې دا پیښه په غزه کې د مقاومت ځواکونو لخوا د کمین وروسته وشوه.