د «رامون» هوايي ډګر باندې د یمن بې پيلوټه الوتکو برید
صهیونیستي رسنیو د رامون په هوايي ډګر کې د یمني ډرون عملیاتو راپور ورکړ او ویلي یې دي چې عملیات بریالي وو.
دې رسنیو وویل چې دا لا څرګنده نه ده چې یمني ډرون څنګه وکولی شو له دفاعي سیستم څخه تیر شي او رامون هوايي ډګر ته ورسیږيداسې ویل کیږي چې د یمن څخه یوه انتحاري ډرون د رامون هوايي ډګر ترمینل ته له رسیدو وروسته، د صهیونیستي رژیم پوځ اعلان وکړ چې دوی تحقیقات او معاینه کوي چې څنګه دفاعي سیستم د ډرون الوتنه کشف کولو کې پاتې راغلل.په ورته وخت کې صهیونیستي رسنیو په وینا، د سویلي اشغال شوي فلسطین په فضا کې د یمني ډرون له ننوتلو وروسته د "ډیمونا" حساسې سیمې ته نږدې چاودنه هم وشوه.د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي تیره شپه ټینګار وکړ چې د غزې د خلکو د ملاتړ په هدف د صهیونیسټ اشغالګر رژیم پر وړاندې د یمني ځواکونو بریدونه به دوام ومومي.