د افغانستان کرکټ لومړۍ درجې سیالۍ کې د مس عینک اتلولي
سنبله 16, 1404 16:39 Asia/Kabul
د افغانستان د لومړۍ درجې یو ورځنیو کرکټ سیالیو د اتم پړاو وروستۍ لوبه د میس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ خوست ولایت کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې میس عینک وتوانید چې د پنځو ویکټو په درلودلو سره بند امیر ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ لقب وګټي.په پیل کې بند امیر ټاس وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. لوبډلې په پنځوس اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره درې سوه څوارلس منډې جوړې کړې.په دویمه پاڼۍ کې میس عینک وکولی شو چې یوازې د پنځو ویکټو د لاسه ورکولو سره په اته څلوېښت اورونو کې د درې سوه پنځلس منډو هدف ته ورسیږي او بریا ترلاسه کړي.