د آسیا د ۲۳ کلنو د فوټبال اتلولۍ د غوراوي سیالۍ
سنبله 16, 1404 16:38 Asia/Kabul
د افغانستان د درویشت کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا اتلولۍ د غوراوي په دویمه لوبه کې له کویټ سره مخ شوه.
دا لوبه پرون ماښام د میانمار په تووانا لوبغالي کې ترسره شوه او افغانستان یو پر صفر ماتې وخوړهد افغانستان د درویشت کلنو فوټبال ملي لوبډله جاپان، میانمار او کویټ سره د سیالۍ په دوهم ګروپ کې ده.افغانستان د جاپان په وړاندې هم پخوانۍ لوبه د درې پر صفر په توپیر بایللې وه.افغانستان به د سې شنبې په ورځ د سیالۍ په دې پړاو کې په خپله وروستۍ لوبه کې له میانمار سره مخ شي.