سنبله 16, 1404 16:34 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د سیلاب د قربانیانو شمېر ډیروالی

د پاکستان د ملي ناورین مدیریت ادارې وروستي احصایې په تیرو اویا ورځو کې د سیلابونو او بارانونو له امله د تلفاتو زیاتوالی ښیي، او د ټپیانو شمیر هره ورځ د سیلابونو او بارانونو د زیاتوالي سره مخ په زیاتیدو دی.

د چنګاښ پنځمې څخه تر د وږي پنځلسمې پورې په پاکستان کې نهه سوه اووه کسان په سیلابونو او نورو طبیعي پیښو کې مړه شوي، او لږترلږه یو زر او څلور څلوېښت کسان ټپیان شوي دي.د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمیره په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوې، چیرې چې پدې موده کې پنځه سوه دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.په دې موده کې، د موسمي بارانونو پورې اړوند پیښو وروسته د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې هم نهه کسان وژل شوي دي.د دې شمېرو له مخې سیلابونو او بارانونو نږدې اته زره استوګنیز کورونه ویجاړ کړي او له شپږ زره څخه ډیر څاروي هم مړه شوي دي.