سنبله 16, 1404 16:29 Asia/Kabul

په داسې حال کې چې د غزې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم بمبارۍ دوام لري، قحطي او لوږه هم د فلسطینیانو ژوند اخلي؛ یوازې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې پنځه کسان چې درې ماشومان هم پکې شامل دي د لوږې له امله مړه شوي دي. په همدې حال کې د غزې د خلکو لپاره نړیوال ملاتړ دوام لري، او پرون د اروپا په مختلفو ښارونو کې د فلسطین د ملاتړو لخوا لاریونونه وشول.