د امارات پر وړاندې د افغانستان بریا
سنبله 15, 1404 17:26 Asia/Kabul
د کرېکت ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې په خپله څلورمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته د څلور منډو په توپیر ماتې ورکړه
افغانستان به د یکشنبه په ورځ د پاکستان لوبډلې سره د لوبلړۍ وروستی لوبه ترسره کړي.د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلو ترمنځ د څلورمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.افغان ملي لوبډلې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو یو سل او یو اویا منډې هدف وټاکه.د افغان لوبډلې توپوهونکي ابراهیم ځدران اته څلوېښت او رحمان الله ګربز څلوېښت منډې جوړې کړې.متحده عربي اماراتو د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو یو سل او شپږ شپېته منډې جوړې کړې او د څلور منډو په توپير یې ماتې وخوړه.افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ د همدې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د پاکستان لوبډلې سره ترسره کړي.