سنبله 15, 1404 17:21 Asia/Kabul
  • تهران کې لاریجاني سره د عمار حکیم لیدنه

د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر نن د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي سره وکتل او د ایران او عراق ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، او د بغداد-تهران د امنیتي تړون په اړه یې خبرې وکړې.

د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر سید عمار حکیم چې ایراني چارواکو سره د لیدنې او خبرو اترو لپاره تهران ته سفر کړی نن شنبه سهار یې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي او د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکارعلي لاریجاني سره لیدنه او خبرې اترې یې وکړې.په دې لیدنه کې دواړو خواوو د وروستیو سیمه ییزو بدلونونو، د ایران او عراق ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د بغداد-تهران د امنیتي تړون، او د سیمه ییز ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره د ګډې همکارۍ په اړه یې بحث وکړ.