سنبله 15, 1404 17:21 Asia/Kabul
  • د برېښنا انرژۍ برخه کې د پانګونې او ملاتړ کنفرانس

په کابل کې د پانګونې د جلبولو او د افغانستان د انرژۍ سکتور د ملاتړ په اړه یوه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر په دې غونډه کې وویل چې افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره ښه ظرفیت لري.هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د اوبو له سرچینو څخه د څلورویشت زره میګاواټه برېښنا، د لمر له سرچینو څخه د دوه سوه دوه ویشت زره میګاواټه برېښنا او د باد له سرچینو څخه د سل زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.د برېښنا شرکت مشر وویل چې د انرژۍ د تولید په برخه کې د افغانستان دروازه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره خلاصه ده او د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي.د یادونې وړ ده چې افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا اویا سلنه له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي او په دې برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخ دی.