سنبله 13, 1404 16:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان اړوند د پاکستان او چین سیاست څخه د روسیې ملاتړ

د افغانستان لپاره د روسیې استازي وویل چې هیواد یې د افغانستان په اړه د پاکستان او چین د پالیسۍ او د امنیتي ګواښونو په اړه د دوی اندیښنو ملاتړ کوي.

ضمیر کابلوف وویل چې موږ معلومات لرو چې پاکستان او چین په منظم ډول د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په اړه د افغانستان سرپرست حکومت ته شکایت کوي. هغه وویل چې دا ډلې د سیمې لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.په ورته وخت کې په افغانستان کې د روسیې استازي وړاندیز وکړ چې پاکستان او چین باید دا مسلې په دوه اړخیزه توګه حل کړي.دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکو تل له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د ترهګرو ګواښونه رد کړي دي.