سنبله 04, 1404 16:54 Asia/Kabul
  • په هنګو کې د ۳ پاکستاني ځواکونو وژل

د پاکستان امنیتي چارواکو منلې چې په هنګو کې د سرحدي ځواکونو په یوه اډه کې د ترهګریز برید په پایله کې درې سرتیري وژل شوي او اولس نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا برید د دوشنبې په ورځ ترسره شو.دا برید په داسې وخت کې کیږي چې د څېړنیزو ادارو په وینا، په پاکستان کې، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو کې، په وروستیو میاشتو کې ترهګریز بریدونه د پام وړ زیات شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې یوازې د روان کال په جون کې، پاکستان لږترلږه اته اویا ترهګریز بریدونو شاهد وو، چې له سل څخه ډیر یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.