د پاکستان په پوله کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ایران چمتووالی
سنبله 04, 1404 16:52 Asia/Kabul
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز لوی جنرال سید عبدالرحیم موسوي د ترهګرۍ له منځه وړلو او د دواړو هیوادونو، ایران او پاکستان د پولو د خوندي کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
موسوي د پاکستان د پوځ د قوماندان جنرال عاصم منیر سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې له بده مرغه د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.د پاکستان د پوځ قوماندان دا هم وویل چې موږ د سرحدي امنیت په اړه له تاسو سره موافق یو او موږ باید د پاکستان او ایران پوله د دوستۍ، ورورګلوۍ او اقتصادي پرمختګ په پوله بدله کړو، او موږ به خامخا دا کار د یو بل سره د همکارۍ له لارې وکړو.