سنبله 01, 1404 16:06 Asia/Kabul
  • غزه کې د دولس فلسطینیانو شهادت

صهیونیستي رژیم پوځي الوتکو د خان یونس په ګډون د غزې تړانګې په شمال، جنوب او مرکز کې سخت بمباري وکړه.

په دې بهیر کې د خان یونس د کډوالو په کمپ کې لږ تر لږه دولس فلسطینیان، چې شپږ ماشومان هم پکې شامل وو شهیدان شول.صهیونیسټانو د غزې ښار په جنوب کې الصبره او الزیتون سیمې هم په نښه کړې، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوې.د فلسطین خبري اژانس شهاب هم راپور ورکړی چې اشغالګرو جنګي الوتکو د غزې ښار په جنوب ختیځ کې د الزیتون په سیمه کې د فلسطینیانو استوګنیز کورونه په پنځلس دقیقو کې شپږ ځله په نښه کړي دي.د فلسطین روغتیا وزارت پرون راپور ورکړ چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په غزه کې یو اویا کسان شهدان او له دوه سوه پنځوسو څخه ډیر ټپیان شوي دي.