سنبله 01, 1404 16:04 Asia/Kabul
  • د کابل او اسلام آباد ترمنځ منځګړیتوب لپاره د چین چمتوالی

د چین دولت وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ وویل چې هیواد یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو ژورولو او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو په سمه توګه اداره کولو ته ژمن دی.د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ټینګار وکړ چې بیجینګ د دوامداره سولې او امنیت د ترلاسه کولو لپاره ترهګرۍ سره په کلکه مبارزه او له ګاونډیو سره د دوستانه اړیکو پراختیا کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان هم وویل چې درې واړه هیوادونه د ترهګرۍ او مخدره توکو په وړاندې د ګډ اقدام کولو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکارۍ پراخولو ته ژمن دي.